د لندن 'بېګ بن' ساعت رسماً تر ۵ کلن ځنډ وروسته بېرته فعال شو

د خپرېدو وخت

د بریتانیا د پارلمان په ودانۍ کې تر پنځه کلن ترمیم وروسته بالاخره د الېزابېت څلي پر سر د ساعت زنګونه بېرته فعال شوي. هلته لوی او مشهور زنګ 'بېګ بن' هم بېرته فعال شوی دی.

'بېګ بن' کابو ۱۵۷ پرله پسې کاله کار وکړ. د ۱۹۸۳ او ۱۹۸۵ کلونو ترمنځ هم درېدلی و. بېګ بن ساعت له څلورو زنګونو جوړ دی او په هرو ۱۵ دقیقو کې کړنګېږي. د ساعت لوی زنګ ۱۳٫۷ ټنه وزن لري او هر ساعت کې کړنګېږي