د اوکراييني جلاوطنه ځوانانو د موسيقۍ ډله

د خپرېدو وخت

د هغو پنځه میلیونه اوکراینیانو په ډله کې چې له دغه هېواده تښتېدلي دي، په لسګونو داسې ځوان موسیقي جوړونکي هم شته چې اوس یې په بهر کې د ځوانانو یو ارکستر جوړ کړی دی.

دوی د ژغورنې له هغو عملیاتو وروسته چې د ځینو کوچینو اروپايي هېوادونو د مشهورو موسیقي جوړونکو له لورې پيل شوي وو، د سلووېنیا هېواد ته ورسېدل.

دغه ماشومان او تنکي ځوانان د دېنېپرو، کیېف او خارکیف په ګدون د اوکرایین له بېلابېلو ښارونو اوسېدونکي دي . له دوی ډېرو یې له خپلو ميندو او کورنیو سره سفر کړی خو ۱۴ تنه پکې بیا بېخي یوازې دي.