له امیتاب بچن سره مرکه

د خپرېدو وخت

په هندي سینما بالیووډ کې د امیتاب بچن د کار پنځه لسیزې پوره شوې. امیتاب بچن د هندي سینما یو تر ټولو لوی نوم دی، مینه وال یې ورسره لیونۍ مینه لري، یو ځل د فلم د جوړولو پرمهال ښاغلی بچن سخت ټپي شو او یو مینه وال یې په دې خاطر چې هغه له بشپړې روغتیا برخمن شي څه باندې اته سوه کیلومتره په شاه ځغاسته وکړه. ابراهیم امیري له بي بي سي سره د ښاغلي بچن د یوې مرکې په رڼا کې د هغه هنري ژوند ته کتنه کړې چې په ګډه یې اورو.