تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان تمثیل ستونزې
افغانستان کې فلم او ډرامه جوړونکي وايي ډرامايي توليد کې د ښخينه لوبغاړو نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي، او په ټول هېواد کې یې ښايي ۵ تنه ښځينه مرکزي لوبغاړې وي. دوی وايي ډېر کله د نجونو د کموالي له امله اړ کېږي چې ان د ډرامې سناریو هم بدله کړي. افغان سینما کې د پښتنو نجونو نشتوالي له امله پخوا افغان فلم جوړونکي اړ کېدل، چې پر ځای یې پاکستانۍ نجونې ونیسي. کابل کې زموږ همکاره آریا احمدزۍ وايي حالت په بدلېدو دی، او ښايي دا ستونزه په تېره بيا کابل کې په کمېدو وي. دا په پښتو ژبه د نوي سریال، سوله اوسیال چې ټولې لوبغاړې یې افغان پښتنې نجونې دي شوټنګ ته ورغلې او دا رپوټ یې رالېږلی دی.