کابل ښاروالي وايي ښاري پلان يې په سمه توګه پلی کېږي

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت کې د کابل ښاروالۍ وايي په چارو کې یې د "زورواکو او سیاستوالو نه لاس وهنې" د دې لامل شوې چې ښاري پلان په سمه توګه پلی شي.

که څه هم د طالبانو حکومت کې پر نامسلکي ګومارنو نیوکې ډېرې دي, خو ځینې د کابل ښاروالۍ له دې امله ستایي چې تېرو دوو کلونو کې یې دغه ښار کې یو شمېر تړلې لارې پرانیستي او په ځېنو برخو کې یې واټونه هم رغولي.

خو ګڼې هغه لویې پروژې چې د پرځول شوي جمهوریت پر مهال په بهرنیو مرستو روانې وې, د طالبانو حکومت له واکمنۍ وروسته په ټپه ولاړې دي.

نور حال په دې رپوټ کې: