نغمه: "طالبان باید د ښځو پر ځای نارینه کنټرول کړي"

نغمه: "طالبان باید د ښځو پر ځای نارینه کنټرول کړي"
د خپرېدو وخت

د اختریزو پروګرامونو په لړ کې پاینده څرګند له پېژندل شوې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې سره مرکه کړې ده. په دې مرکه کې آغلې نغمه د خپل شهرت او ښکلا پر ښې ګڼو غږېدلې چې څومره عزت او محبت خلکو ورکړی، خو په عین حال کې یې ښایست او شهرت هغه لوی "غم" بللی چې له انسان څخه آزادي اخلي.

همدارنګه یې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې باید د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه کړي، ورته خوندي چاپېریال برابر کړي او د ښځو پر ځای دې نارینه کنټرول کړي.