تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سرو زرو سکو د غلا په تور څلور کسان نیول شوي
په جرمني کې د سروزرو لرغونو سکو یوې ټولګې د غلا په تړاو څلور کسان نیول شوي. غلا شوې سکې د یو اعشاریه شپږ میلیونو ډالرو ارزښت بلل شوې دي.
دا سلګونه سکې په تېر نومبر میاشت کې د باواریا له منچینګ سیمې له یوه موزیمه غلا شوې وې. ویل کېږي دا سکې د لومړۍ زېږدېزې پېړۍ له زمانې پاتې دي.
چارواکي وايي، د قضیې لړ کې یې ''پاموړ ثبوتونه'' موندلي او په وینا یې پلټنه لا هم روانه ده. تمه کېږي چې پر پنجشنبه به دې لړ کې نور تفصیل ورکړل شي.
په دې کې به دا هم معلومه شي چې ایا د غلا شویو سکو موندلو برخه کې هم کوم پرمختګ شوی او که نه. ویل کېږي د دې غلا په تور د سې شنبې پر ورځ په لوېدیځه پومیرانیا سیمه کې څلور کسان نیول شوي دي.
د باواریا سیمې کورنیو چارو ایالتي وزیر جواچیم هیرمن په وینا نیول شوي کسان ''مسلکي غله دي.'' چارواکي وايي، په یو شمېر فدرالي ودانیو کې یې هم د دې غلا په تړاو پلټنې روانې دي.
دا سکې د ۱۹۹۹ کال په اوږدو کې مانچینګ سیمې ته نژدې د تاریخي اثارو له کېندنو موندل شوې او باور کېږي چې د دا ډول سکو د شلمې پېړۍ تر ټولو لویه موندنه ده.
له ۲۰۰۶ کال راهیسې دا سکې نندارې ته ایښې وې.
د موزیم له ماتېدو وروسته ځايي پولیسو ویلي و، چې غلو د موزیم الارم یا خبرداري نظام ویجاړ کړی و او هلته نژدې یې د سیمې انټرنېټ کېبلونه غوڅ کړي وو.
له همدې کبله د غلا پر مهال الارم زنګ نه و وهلی، خو د د لس دقیقې غلا جریان یې ثبت کړی و.
پولیسو بیا وروسته په دې هکله پوښتنې، ګروېږنې کولې، چې د غلو دا غدۍ د مجرمو کړیو یوه برخه ده او ایا له دې مخکې یې هم په دې ډول جرائمو کې لاس درلود او که نه.