تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان، پاکستان، خليج او منځنۍ اسيا کې سېلابونو لسګونه کسان وژلي
افغانستان، پاکستان، خليج او منځنۍ اسيا کې سېلابونو لسګونه کسان وژلي
د خپرېدو وخت
له افغانستانه او پاکستانه راپورونه وايي، وروستیو سېلابونو دغو دواړو هېوادونو کې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان وژلي او پراخ زيانونه یې اړولي دي.
افغانستان کې ډېرو سيمو کې څو نورو ورځو کې هم د اورښتونو وړاندوینه شوې ده.
ژمي کې له اندېښنو سره چې د اورښتنو کموالی ښايي وچکالي ورسره راوړي، د پسرلي دغه درانه اورښتنه ډېرو لپاره ناڅاپي وو.
د کارپوهانو په باور نړيواله تودوخه د نړۍ لروبر بېلابېلو سيمو کې د پرله پسې توپاني هوا، سختو سېلابونو او ځينې وختونه د ګرمۍ او وچکالۍ لامل کېږي.