تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوهانو د داسې "نوي رنګ" کشفولو ادعا کړې چې هېڅ انسان مخکې نه دی لیدلی
- Author, حفصة خليل
- دنده, بيبيسي نيوز
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د پوهانو یوه ډله وايي، دوی داسې یو نوی رنګ کشف کړی، چې وړاندې انسان هېڅ لیدلی نه دی.
دا څېړنه د یوې داسې تجربې په ترڅ کې رامنځ ته شوې چې په متحده ایالتونو کې څېړونکو پر خپلو سترګو د لېزر ځلاګانې پکې واچولې.
د سترګو د 'ګردي' یا شبکې د ځانګړو حجرو د تحریک له لارې، ګډونوالو ویلي دوی د شنه او ابي ترمنځ یو بېل رنګ ولید او څېړونکو ورته"اولو" نوم ورکړی. خو ځینې متخصصان وایي د یو نوي رنګ کشفول به یوه ډېره د بحثوړ موضوع وي.
د کلیفورنیا پوهنتون یوه څېړونکي او په دې څېړنه کې شریک پروفیسر رین نګ دغه موندنې چې د "ساینس اډوانسز" په ژورنال کې د جمعې په ورځ خپرې شوې، "په زړهپورې" وبللې. دی او د هغه همکاران باور لري چې دا موندنې ښايي د رنګ نه پېژندنې په برخه کې د څېړنو د پرمختګ لامل وګرځي.
پروفیسر نګ، چې د تجربې له پنځو ګډونوالو یو و، د شنبې پر ورځ د بيبيسي۴ "ټوډې" پروګرام ته وویل، دا نوی رنګ(اولو) "له هر هغه رنګه ډېر روښانه او ژور دی چې تاسو یې په ریښتیني نړۍ کې لیدلی شئ."
د یادولو ده چې د "رنګ اشباع یا مړوبونې" اصطلاح د رنګ ځواک یا روښانتیا ته ویل کېږي.
پروفیسر نګ وویل: "داسې وګڼئ چې تاسو خپل ټول ژوند کې د ګلابي رنګ بېلابېلې بڼې وینئ - روڼ ګلابي، کمرنګه ګلابي، خو بیا یوه ورځ یو څوک ووینئ داسې کمیس یې اغوستی وي چې ډېر ژور ګلابي رنګ ولري، هغه رنګ چې تاسو مخکې نه وي لیدلی. که هغه کس درته ووایي یو نوی رنګ یې لیدلی، موږ ورته وایو چې دا هماغه سور رنګ دی."
د دې ډلې په تجربه کې، څېړونکو د هر ګډونوال د یوې سترګې پر کسي یا د سترګې تور ته د لېزر وړانګه وراچوله.
په څېړنه کې پنځه کسانو ګډون درلود - څلور نارینه او یوه ښځه - چې ټولو د رنګونو د پېژندنې عادي وړتیا لرله، د پروفیسر نګ په ګډون له دې ډلې درې تنه د څېړنې اصلي چمتو کوونکي وو.
د څېړنې له مخې، ګډونوالو یوې وسيلې ته کتل چې "اوز" نومېده او له هېندارو، لېزر او بصري یا نوري وسایلو جوړه وه. دا وسیله د کلیفورنیا او واشنګټن پوهنتونونو څېړونکو جوړه کړې وه، خو په دې څېړنه کې د کارېدو لپاره بدلونونه پکې راوستل شوي وو.
د سترګو شبکه (ریټینا) یوه رنګینه، د رڼا احساس لرونکې طبقه ده چې د سترګې په شا برخه کې موقعیت لري. دا د لیدیزو یا بصري معلوماتو د اخیستو او تحلیل مسؤوله ده. دا طبقه رڼا برېښنايي سېګنالونو ته اړوي او بیا یې د بصري عصب له لارې مغز ته لېږي، چې په مټ یې موږ یوڅه لیدلی شو.
ریټینا یا شبکیه مخروطې حجرې یا (cone cells) لري، دا هغه حجرې دي چې د رنګ پېژندنې مسوولیت لري. په سترګو کې درې ډوله مخروطې حجرې شته: S, L, M، چې هره یوه یې د ابي، زرغون او سره رنګ د بېلابېلو څپوله اوږدوالي سره حساسیت لري.
د څېړنې له مخې، د عادي لید پر مهال، "هره رڼا چې د M حجرې تحریک کړي، باید له دې سره نژدې L او/یا S حجرې هم تحریک کړي، ځکه چې د دغو حجرو فعالیتونه له یو بل سره یوځای کېږي.
خو په دې تجربه کې، لېزر یوازې M مخروطې حجرې تحریک کړې. دا یوه ځانګړې پېښه ده چې طبیعي لید کې نه رامنځ ته کېږي، ځکه د څېړنې له مخې، دا حجرې داسې رنګين سېګنال مغز ته لېږي چې په عادي ډول نه رامنځ ته کېږي.
په دې مانا چې دا نوی رنګ (اولو) د ځانګړي تحریک له مرستې پرته په عادي سترګو په ریښتینې نړۍ کې نه لیدل کېږي.
د دې تجربې پر مهال، د لیدل شوي رنګ د تصدیق لپاره، هر ګډونوال د رنګ د تنظیم یو ډیسک کاراوه چې هغه له (اولو) سره مطابق یا برابر کړي.
خو سره له دې، ځیني متخصصین وايي چې دا نوی رنګ "د تفسیر وړ" دی.
پروفیسور جان باربور، چې د لندن په سېنټ جورج روغتون کې د سترګو متخصص دی - او په دې څېړنه کې یې برخه نه لرله – ویلي، که څه هم "دا څېړنه د مخروطو حجرو د دقیق تحریک له پلوه یو تخنیکي پرمختګ ګڼل کېږي، خو د نوي رنګ کشف لا هم د بحث وړ دی".
ده وضاحت ورکړی چې، مثلاً، که سرې مخروطې حجرې (L) ډېرې تحریک شي، "خلک به یو تیاره سور رنګ احساس کړي". خو د رنګ روښانتیا به د دې حجرې د حساسیت له تغییر سره بدلون ومومي - دا هغه ته ورته څه دي چې په دې څېړنه کې هم رامنځ ته شوي.
خو پروفیسور نګ، چې د څېړنې برخهوال و، منلې ده که څه هم د "اولو" رنګ لیدل ډېر ستونزمن دي، خو څېړنډله اوس دا ارزوي چې دا کشف د هغو کسانو لپاره څه معنا لرلی شي چې د رنګونو له پېژندنې ستونزه لري او د ځانګړو رنګونو ترمنځ توپیر کې ستونزه لري.