د بورکینا فاسو یوه جومات کې د لمانځه پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت

په بورکینا فاسو کې چارواکي وايي، په هماغه ورځ چې پر یوې کلیسا برید شوی و، لسګونه کسان په یوه جومات کې په ډزو وژل شوي دي.

د سهار د لمانځه پر مهال وسله والو د ناتیاباني په ښارګوټي کې جومات محاصره کړ.

یوه ځايي اوسېدونکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: "قربانیان ټول مسلمانان وو، چې ډېری یې نارینه وو."

د بورکینا فاسو له درېیمې برخې زیاته برخه اوس مهال د اسلامپالو اورپکو په ولکه کې ده.

ګومان کېږي چې بریدګر اسلامپالي جنګیالي وو چې په هماغه ورځ یې په سیمه کې ځای پر ځای شوي عسکر او د ځان د دفاع یوه ملېشه هم په نښه کړه.

په ټولنیزو رسنیو کې ناتایید شوي راپورونه ښيي چې د جومات برید کې د مړو شمېر ممکن د چارواکو لخوا تر ورکړل شوي شمېر ډېر وي.

ناتیاباني- هلته چې دا بریدونه شوي، د بورکینا فاسو په ناکراره ختیځه سیمه کې دی چېرې چې ډېری وسله‌والې ډلې فعالې دي.

په همدې ورځ د هېواد په شمال ختیځ کې د ایساکان په ښار کې د یکشنبې په ورځ د یوې کاتولیکې کلیسا په برید کې لږ تر لږه ۱۵ تنه عبادت کوونکي ووژل شول. د کلیسا یوه چارواکي ویلي، چې د دې پېښې پړه پر اسلامپالو وسله والو اچول شوې ده.

په رسمي ډول د دواړو بریدونو ترمنځ کوم تړاو نه دی څرګند شوی، خو د بورکینا فاسو خصوصي ملکیت لرونکې L'Observateur Paalga ورځپاڼې پوښتنه کړې چې ایا دا د یوې همغږې دسیسې برخه وه.

په بورکینا فاسو کې په مذهبي شخصیتونو بریدونه غیر معمولي نه دي.

یو پادري چې پنځه کاله مخکې د جیبو له شمالي ښارګوټي څخه تښتول شوی و لا هم ورک دی. او په ۲۰۲۱ کې ، د جیبو ښار اصلي امام د وسله والو لخوا وتښتول شو او څو ورځې وروسته مړ وموندل شو.

بشردوستانه کارکوونکي وايي بورکینا فاسو د نړۍ یو له هغو سیمو ده چې کړکېچونه یې له پامه غورځول شوي دي.

د کلونو پراخې ناامنۍ له دوه میلیونو څخه ډېر خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي دي او ملګري ملتونه اټکل کوي چې د ټولو ماشومانو څلورمه برخه د لوږې له امله له ودې کولو درول شوي دي.

پوځ چې دوه کاله وړاندې یې واک ترلاسه کړ، د یاغیانو پر وړاندې یې د جګړې د ګټلو ژمنه وکړه، خو لا هم تاوتریخوالی دوام لري.