تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ايران؛ د جيش العدل ډلې بريد کې لس امنيتي کسان وژل شوي
د ايران د کورنيو چارو وزارت ويلي وژل شوي کسان د سيستان او بلوچستان اړوند د ګوهر کوه ولسوالۍ د ګزمه کوونکو پوليسو د ټولي اړوند وو.
د ايران د کورنيو چارو وزيرسکندر مومني پر ايراني سرتېرو دا بريد "ترهګريز" بللی دی او په تړاو يې د سملاسمي پلټنو اعلان کړی دی.
د ايران د کورنيو چارو وزارت د اطلاع رسونې د مرکز په وينا د پوليسو له بېړنۍ شمېرې سره د سيمې د خلکو له اړيکې نيولو وروسته دغه امنيتي سرتېرې سيمې ته استول شوي وو چې د راستنېدو پر مهال له وسله وال کمین سره مخامخ شوي دي.
بي بي سي ته په رسېدلې يوه ويډيو کې ښکاري چې ګڼ ځايي اوسېدونکي او امنيتي کسان د پېښې ځای کې راټول شوي دي.
د بريد مسووليت جيش العدل ډلې منلی او په دې تړاو يې پر ټېلېګرام خپاره کړي خپل پيغام ويلي په ګوهر کوه ولسوالۍ کې يې ځپونکو ځواکونو پر يوې ګزمې کوونکې ډلې بريد کړی چې نور جزيات به يې وروسته خپاره شي.
د جيش العدل سازمان د ايران دولت مخالفه سني اسلامپالې ډله ده چې په ځانګړي ډول په سيستان او بلوچستان ايالت کې ځان د سنيانو د حقونو مدافع ګڼي.
دغې ډلې په تېرو کلونو کې د ايران د امنيتي ځواکونو سره ګڼې خونړۍ نښتې کړې دي او د ايران په جنوب ختيځو سرحدي سیمو کې يې د څو وسله والو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستی دی.
په سيستان او بلوچستان ولايت کې د سرحدي او امنيتي ځواکونو ترور او يرغمل نور هغه فعاليتونو دي چې د جيش العدل اړوند وسله والو ترسره کړي دي.
جيش العدل چې د بلوڅو سني وسله والو ډله ده په ۱۳۸۹ کې د جندالله ډلې د مشر عبدالمالک رېګي له اعدامولو وروسته رامنځ ته شوه.
عبدالمالک رېګي تورن و چې د وسله وال فعاليت له لارې يې د ايران د ملي امنيت ضد کړنې کړې دي.
ايران د جيش العدل ډله "ترهګره" او د سعودي او امریکا پر استخابراتي سازمانونو پورې تړلې بولي.