تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني کې پولیسو یو افغان د چړې له خونړي برید وروسته وژلی دی
جرمني کې پولیسو نن (شنبه د جون ۱۵مه) ویلي، د دغه هېواد په ختیځ ولمیرشتد ښار کې یې پرون ناوخته یو افغان کس تر هغې وروسته په ډزو وژلی چې درې کسان یې د چړې په برید کې ټپي کړي وو.
رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه کس تر دې لږ ورمخکې یو بل افغان هم د چړې په ګوزارونو وهلی و چې وروسته یې د ټپونو له کبله ساه ورکړه.
د ټپي شويو کسانو په اړه ویل شوي چې د یوه شخصي کور انګړ کې د فوټبال 'یورو ۲۰۲۴' سیالیو د پرانیستې مراسمو او د لومړۍ لوبې لېدو لپاره چې د جرمني او سکاټلنډ ترمنځ کېده، راغونډ شوي وو.
ولمیرشتد د پلازمېنې برلین د لویدیز په شاوخوا ۱۳۰ کیلومترۍ کې د زاکسن-انهالت ایالت اړوند کوچنی ښار دی.
د دغه ایالت امنیتي چارواکو ویلي، تر دې پېښې وروسته یې د ټول ایالت په کچه امنیتي چمتووالی ډېر کړی دی.
فوټبال یورو۲۰۲۴ سیالۍ چې د جرمني لروبر بېلابېلو ښارونو کې کېږي، د جولای تر ۱۴مې دوام کوي.
پولیسو او روغتیايي چارواکو دا هم ویلي، د دغه ۲۷ کلن سړي لخوا د چړې په ګوزارونو د دوو ټپي شویو کسانو وضعیت ښه نه دی.
همدا راز د هغه لخوا د بل وژل شوي افغان عمر ۲۳ کاله ښودل شوی.
تر اوسه د دې پېښې انګیزه نه ده مالومه شوه.
دا پېښه داسې مهال شوې، چې څو ورځې وړاندې د جرمني مانهایم ښار کې د یوه افغان کډوال لخوا د چړې برید کې ۷ کسان ټپيان او د پولیسو یو افسر وژل شوی وو.
په هغه برید کې د 'پاکس یوروپ' په نوم ښياړخي فعالان په نښه شوي وو.
له هغې پېښې را وروسته یو ځل بیا په دغه هېواد کې د کډوالو موضوع په تړاو پراخ بحثونه او غبرګونونه راپورته کړي دي.
د جرمني صدراعظم اولاف شولتڅ تر دې پېښې وروسته پارلمان ته وینا کې ویلي وو چې په سترو جرمونو کې ښکېل افغان او سوريايي اتباع به له دغه هېواده وایستل شي.
هغه ویلي وو "اجازه راکړئ واضح ووایم: کله چې داسې څوک چې دلته یې زموږ په هېواد کې پناه اخیستې وي او لوی جرمونه وکړي، ما غوسه کوي. داسې مجرمان باید وایستل شي – ان که د سوریې یا افغانستانه هم راغلي وي."
تر هغه مخکې د جرمني کورنیو چارو وزیرې نانسي فائزر هم ویلي و: ''ما ته څرګنده ده، چې کوم کسان د جرمني د امنیت لپاره ګواښ وبلل شي، باید په چټکۍ سره وایستل شي، چې په دې کې افغانستان او سوریې ته هم د کسانو استول هم پکې شامل دي.''
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت هم تر دغو څرګندونو وروسته د جرمني پر چارواکو غږ کړی و چې د افغان اتباعو د ایستلو موضوع ورسره "د نورمالو قونسلي تعاملاتو" او "معقول میکانیزم" له مخې د دوه اړخېزې هوکړې پر بنسټ حل کړي.
دوی ویلي وو له جرمني ایستل کېدونکي افغان اتباع باید درېیم هېواد ته ونه سپارل شي.
د یادونې ده چې جرمني ته تېر کال د ورغلو پناه غوښتنکو شمېر لوړ و.
د دغو پناه غوښتونکو لویه برخه یعنې ۳۰ سلنه یوازې د سوریې، ترکیې او افغانستان اتباع جوړوي.
جرمني په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم ودروله چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وو.