د افغان کډوالو ستونزې؛ د طالبانو حکومتی پلاوی ايران ته ځي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

ټاکل شوې چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی د افغان کډوالو د ستونزو د ارزولو لپاره ایران ته سفر وکړي.

په دې اړه پرېکړه د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزیر خليل الرحمان حقاني او ایراني سفیر حسن کاظمي قمي تر منځ لیدنه کې شوې ده، خو د پلاوي د تګ د وخت په اړه څه نه دي ويل شوي.

راپورونه وايي، خليل الرحمان حقاني او حسن کاظمي قمي په ايران کې د افغان کډوالو د حالت، کاري ستونزو، استوګنې او زدکړو په اړه غږېدلي دي.

د طالبانو حکومتي خبري اژانس باختر راپور ورکړی چې ښاغلي حقاني ويلي، د يوه ګډ مکانيزم له لارې هېواد ته د افغان کډوالو په باعزته بياستنولو غور کوي خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د راپورونو له مخې په تېره يوه مياشت کې يوازې د اسلام کلا بندر له لارې ۵۵ زره افغان کډوال بېرته ستانه کړل شوي دي.

په اسلام کلا کې سرحدي کميسار حضرت زغيم اغا ويلي، چې دا بهير زياتېدونکی دی او هره ورځ له دوو زرو ډېر کسان افغانستان ته ستنېږي.

په دې وروستيو کې ايراني چارواکو پر افغان کډوالو محدوديتونه هم ډېر کړي. ځینې افغان کډوال وايي د ډوډۍ پلور کار او زدکړو ته يې لاسرسی او د کور کرايې په څېر چارې محدودې شوې دي.

په ايران کې د افغان کډوالو کره شمېر نه دی معلوم خو اټکل کېږي چې د څلور او پنځو ميليونو تر منځ افغانان به په ايران کې مېشت وي.

د دوی يو شمېر په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې دغه هېواد ته تللي. له دغو کډوالو سره وخت ناوخته د ناوړه چلند راپورونه ورکول کېږي.

خو په کابل کې د ايران سفير حسن کاظمي قمي له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورنه ناسم بللي او ويلي يې دي چې ايران د ټولو کډوالو حقونو ته درناوی لري.

ايراني چارواکو ويلي چې د ناقانونه کډوالو د ايستلو د طرحې له مخې غواړي د روان لمريز کال تر پايه په پنځو مياشتو کې تر دوه ميليونه بې اسنادو کډوالو له دې هېواده وباسي.