د پښتونخوا زندانونو کې د زدکړو پروګرام؛ د بندیانو پر چلن یې څومره اغېزه کړې؟

د خپرېدو وخت

پېښور کي د بي بي سي ډلی ته ځانګړې اجازه وکړ شوې چې د دغه ښار زندان کې د بنديانو زدکړو لپاره اخیستل شوي ګامونه وګوري.

د بي بي سي دې ډلي وکتل چي په دغه زندان کي بندیان تر يو بام لاندې پر زدکړو بوخت دي.

ښوونکی یې انشاء محمد پخپله هم د همدغه زندان بندي دی.‌ هغه دلته د بند پر مهال انګليسي ادبیاتو کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی.

انشاء محمد اوس دلته زندان کې د علم رڼا خپروي. هغه وايي زدکوونکي یې په پورته لېوالتیا زدکړې کوي.

د نوموړي په وینا زدکوونکو ته زندان کې د دوی اړوندو ځانګړو خونو کې تمرین لپاره کورنۍ دندې هم ورکوي، او بله ورځ ګوري چې کار یې کړی که نه.

خو انشاء محمد وايي "ټول زدکوونکي پر خپل وخت کار بشپړوي".

يو بندي عامر خان بي بي سي ته وويل چې دوی ته پر لیک لوست سربېره د بېلابېلو حرفو یا کسبونو روزنه هم ورکول کېږي.

دی زياتوي چې دلته زندان کې د زده کړو کسبونو په مرسته راتلونکي خپل کار پيلولی او د روزګار په توګه ترې ګټه اخستی شي.

د پښتونخوا زندانونو کې د بندیانو د زدکړې پروګرام په ۲۰۰۲ کال کې د بشري پرمختیا ملي کمېسیون لخوا پیل شوی.

دغه پروګرام کې تر ډېره هغو بندیانو ته لیک لوست ورښوول کېږي، چې زدکړې یې بیخي نه وي کړې.

د بشري پرمختیا ملي کمېسیون وايي زرګونو بندیانو د همدغه پروګرام له لارې لومړنۍ زدکړې بشپړې کړې.

د پېښور زندان يو بل بندي حشمت بنګښ بي بي سي ته وويل چې د لیک لوست زدکړو سره اوس ورځپاڼې هم لوستی شي، چې پخوا یې دا کار نشو کولی.

نوموړی زياتوي چې له زدکړو سره یې زندان کې وخت ښه تېرېږي.

هغه د بشري‌ پرمختيا له ملي کمېسیون يا 'اين سي ايچ ډي' وغوښتل چې د زدکړو دغه پروګرام ته دوام ورکړي.

د اين سي ايچ ډي يوه چاروکي 'شمس' بي بي سي ته ويلي چې دوی د پښتونخوا په يو شمېر ولسواليو کې هم د لومړنیو زدکړو پروګرام لري.

يو بل چارواکي یې 'طاهر شريف' بي بي سي ته وويل چې مېرمنو او کوچنیانو ته هم په راتلونکې کې په زندانونو کې د زدکړو پروګرام د پیلولو پلان لري.

د پېښور د مرکزي زندان مشر مقصود الرحمان وايي د اين سي ايچ ډي د زدکړو له دغه پروګرام سره د بنديانو چلن کې د مثبت بدلون شاهدان دي او دا چې بنديان اوس له ساتونکو او خپلو من‍‍ځو کې د پخوا په څېر شخړې نه کوي.

هغه دا غوښتنه هم کړې چې د زدکړو دغه بهیر ته دې دوام ورکړ شي.