تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له انګرېز کاناله د تېرو شویو کوچنیو کښتیو شمېر د ۲۰۲۳ کال له ټولټال شمېر اوښتی
- Author, جیکب پینون
- دنده, خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
شمېرې ښیي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په کوچنیو کښتیو کې د کانال له لارې بریتانیا ته د اوښتو کډوال شمېر د ۲۰۲۳ کال له ټول شمېر څخه لوړ دی.
یوازې د جمعې په ورځ ۴۲۴ کډوال له کانال څخه بریتانیا ته واوښتل، له دې سره د ۲۰۲۴ کال تر دې دمه ټول ټال د کډوالو شمېر ۲۹،۵۷۸ ته ورسېد او د ۲۰۲۳ د ټول کال د کډوالو شمېر ۲۹،۴۳۷ و.
د ۲۰۲۳ د ټول کال د کډوالو شمېر د ۲۰۲۲ کال پر تله چې شمېر یې ۴۵،۷۷۴ و او د ریکارډ کچې ته رسېدلې و، ۳۶ سلنه کم و.
د بریتاینا د کورنیو چارو وزارت وايي، د انساني قاچاق کوونکو مخنیوی او عدالت ته یې راکښولو کې به له چارو لاس وانخلي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: "زموږ د سرحدي امنیت نوې قومانده به زموږ نړیوال مشارکت پیاوړې کړي او د دغو ناوړه مجرمینو د څېړنو، نیولو او محاکمه کولو لپاره به زموږ هڅې ګړندۍ کړي."
د ۲۰۲۴ کال تر دې دمه ۵۵۶ کوچنۍ کښتۍ پېژندل شوې، چې د کانال په اوږدو کې یې سفر کړی دی.
همدارنګه د ۲۰۲۴ کال اکتوبر میاشت هم د نورو میاشتو پرتله د کډوالو او کوچنیو کښتیو ډېر راتګ په کې لیدلی شوی او تر دې مه ۴،۳۳۴ کسان او ۷۷ کښتۍ راوښتې دي.
د چهارشنبه په ورځ د کاله په ساحل کې د کډوالو یوه ډېره ډکه شوې کښتۍ ډوبه شوه چې له کبله یې درې تنه مړه شول.
د کډوالو د خیریه شورا په وینا، ۲۰۲۴ کال کې انګریز کانال وار له مخې د کډوالو راوښتو لپاره مرګونی و.
یوه ویاند وویل: "هغه کسان چې د کانال په اوږدو کې خطرناک سفرونه کوي ناهیلي شوي خلک دي، د افغانستان او سودان په څېر هېوادونو کې د ځورونې او جګړې څخه تښتېدلي دی. دوی یوازې د خوندیتوب او له ویرې څخه پاک راتلونکي په لټه کې دي."
خیریه موسسه زیاتوي، چې حکومت باید د قاچاق کوونکو شبکو کډوډولو په ګډوند مرستې لپاره "هرڅه چې ممکن وي" وکړي.