تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ای اېس ای پخوانی مشر ولې له پوځي محکمې سره مخ دی؟
پاکستان کې پوځي محکمې د دغه هېواد د څارګرې ادارې یا ای اېس ای جنجالي مشر متقاعد جنرال فیض حمید په درې جرمونو تورن کړی. سیاسي چارو کې ښکېلتیا، د رسمي رازونو له قانون سرغړونه او د واک ناسمه کارونه.
جنرال حمید له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې د ای اېس مشر و. ځینې افغانان یې ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط وروسته افغانستان ته د تګ له امله پېژني.
د مخکیني جمهوري حکومت له پرځېدو سملاسي وروسته د کابل یوه هوټل کې د هغه را څرګندېدو ډېر افغانان غوسه کړل.
د ادعايي سیاسي ښکېلتیا له امله د ای اېس ای دا پخوانی مشر په پاکستان کې هم له جنجالونو سره مخ و.
له پخواني لومړي وزیر عمران خان سره یې د واک او تر هغه وروسته نږدې اړیکې درلودې او د پاکستان مسلم لیګ (نواز) د پاکستان پیپلز پارټي یا د خلکو ګوند او نور ګوندونه یې تورنوي چې د خان تحریک انصاف ګوند ته یې د ناروا ملاتړ برابرولو لپاره خپل نفوذ کارواه.
دوی ادعا کوي چې نوموړي د سیاسي ګوندونو د ځپلو لپاره خپله څوکۍ ناسمه کاروله او له محدودیتونو سره سیاسي چارو کې په ښکاره ښکېل و.
پر فیض حمید کوم تورونه دي؟
د متقاعد جنرال فیض حمید پرضد د پوځي محکمې بهیر له هغه وروسته پیل شو چې ځايي سوداګر معیز احمد خان په ستره محکمه کې د نوموړي خلاف د بډو او له واک ناسمې ګټې اخیستنې دوسیه ثبت کړه.
ښاغلي خان پر فیض حمید تور لګولی چې پر ۲۰۱۷ کال یې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په پلمه د نوموړي پر کور او دفترونو چاپه اچولې وه.
معیز احمد خان ادعا کوي چې د فیض حمید په قومانده ''رېنجرز'' ځواکونو او د ای اېس ای چارواکو یې ګرانبیه توکي ضبط کړل، ۴.۶ کیلوګرامه سره زر او نغدې پیسې یې ترې یووړې، وروسته یې د یو لک ۴۴ زره امریکايي ډالرو ور کولو او د یوه خصوصي تلوېزوني چینل مالي ملاتړ ته اړ کړ.
هغه به ۲۰۱۷ کال کې په ای اېس ای کې د ترهګرۍ ضد برخې مشر و.
ولې دا موضوع مهمه ده؟
که څه هم په پاکستان کې لوړپوړي پوځي چارواکي پخوا هم له پوځي محکمې سره مخ شوي دي، خو دا دوسیه ځکه ځانګړی اهمیت لري چې اول ځل د اې اېس ای پخوانی مشر له دغسې حالت سره مخ کېږي.
پېښور پوهنتون کې د ژورنالیزم څانګې استاد او امنیتي شنونکی عرفان اشرف باوري دی چې د سیاسي شالید له امله دا دوسیه ډېره مهمه شوې ده.
د نوموړي په خبره، په پوځي کړیو کې اوس هم د عمران خان ډېر ملاتړي شته، خو د جنرال فیض حمید پوځي محکمه د خان په تړاو د پوځ د داخلي درځ د مخنیوي لپاره یو ډول خبرداری دی.
ښاغلی اشرف روښانوي چې د مالي فساد او سیاسي ښکېلتیا په څېر دوسیې پخوا هم په پوځ کې ښکاره شوې وې، خو پرضد یې د اوس په څېر ګام نه و پورته شوی.
د نوموړي په باور، د جنرال فیض حمید لویه تېروتنه دا وه چې ان له تقاعد وروسته یې هم له عمران خان سره اړیکې ساتلې او د ادعاوو له مخې یې له هغه سره حساس پوځي رازونه شریکول، په داسې حال کې چې پوځي مشرتابه اوس د خان سخت مخالف دی، دا ډول اړیکې یې زغملی نه شوې.
ممکنه سناریوګانې څه دي؟
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، د ۲۰۲۳ د مۍ نهمې مظاهرو او نورو لاریونونو کې چې په دغه هېواد کې یې بې ټیکاوۍ او ګډوډۍ ته لار جوړه کړه، د نوموړي د ادعايي رول په هکله ځانګړې پلټنې هم روانې دي.
حقوقي کارپوه شاه خاور وايي، د رسمي رازونو له قانون د سرغړونې تور د اعدام او یا عمري بند سزا لري.
نوموړی زیاتوي چې د شواهدو ټولولو او شاهدانو د څرګندونو په ګډون د پخواني جنرال پرضد دوسیې ته د رسیدګي ډېری بهیر بشپړ شوی دی.
اوس یوازې د وکیلانو پرېکنده دلیلیونه پاتې دي او د نوموړي په خبره، دا به د حکم تر صادرېدو پورې تر یوې میاشتې دېر وخت ونه نیسي.
د مهمو چارواکو د نظامي محکمو نور مثالونه
سره له دې چې د فیض حمید د مهم واک له امله د نوموړي پوځي محکمې ته ډېر نړیوال پام اوښتی، خو د پاکستان پوځ تر دې مخکې هم نور مهم پوځي چارواکي په پوځي محکمه کې محاکمه کړي دي.
- متقاعد ډګر جنرال جاوید اقبال: متقاعد ډګر جنرال جاوید اقبال په ۲۰۱۹ کال له بهرنیو څارګرو ادارو سره د اړیکو په تور په پوځي محکمه کې محاکمه او پر ۱۴ کاله بند محکوم شو. استیناف محکمه کې د نوموړي سزا ۷ کلونو ته کمه شوه او بیا پخواني لوی درستیز قمر جاوېد باجوه پنځو کلونو ته ټیټه کړه. اوسني لوی درستیز عاصم منیر د ټولې سزا تر بشپړېدو مخکې جاوېد اقبال وباښه او دې سره هغه خوشی شو.
- متقاعد تورن جنرال ظهیر الاسلام عباسي: په ۱۹۹۵ کې تورن جنرال ظهیر الاسلام عباسي او ۳۸ نور پوځي چارواکي پر داسې پلان تورن شول چې غوښتل یې راولپنډۍ کې د قول اردو قوماندانانو پر غونډه برید وکړي. د هغه وخت لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو، د پوځ لوی درستیز او د کابینې غړي ووژني او هېواد کې اسلامي شریعت پلی کړي. عباسي په ۷ کاله بند محکوم شو او نورو ملګرو ته یې کمه سزا ور کړل شوه.
- متقاعد برید جنرال علي خان او څلور نور نظامیان: پر ۲۰۱۱ کال برید جنرال علي خان له منع شوې حزب التحریر ډلې سره د اړیکو په تور په پنځه کاله بند او څلور نور نظامیان په درې درې کاله بند محکوم شول.
- متقاعد ډګر جنرال خالد منیر خان او متقاعد ډګر جنرال افضل مظفر: په ۲۰۰۹ کې دواړه جنرالان د اېن اېل سي په نوم د پوځ اړوند کمپنۍ کې په مالي فساد تورن شول. خالد منیر له دندې لېرې کړل شو او افضل مظفر هم په سزا ورسول شو.
ولې افغانانو ته دا دوسیه ارزښت لري؟
پر کورنیو جنجالونو سربېره د ای اېس ای پخواني مشر پر ۲۰۲۱ کال د کابل له سقوط وروسته افغانستان ته په ناڅاپي سفر سره په نړیواله کچه په تېره افغانانو کې هم ډېر بحث ته لار برابره کړه.
دغې لیدنې په افغانانو کې پراخه غوسه وپاروله او ډېرو ورته د دوی د هېواد په چارو کې د پاکستان د سمبولیک نفوذ د ادعا په سترګه وکتل.
د کابل په سرینا هوټل کې د جنرال حمید عکس چې د چایو پیاله یې لاس کې ده د افغانانو غوسه یې لا ډېره کړه. په یوه ویډیو کې هغه د افغانستان لپاره د هغه وخت له پاکستاني سفیر منصور احمد خان او نورو چارواکو سره ښکاري.
کله چې یو خبریال د افغانستان د راتلونکي په اړه ترې وپوښتل، نو سوړ ځواب یې، چې ویل یې ''ری مه وهه، هرڅه به سم شي''، د هغو افغانانو لپاره رټونکی او ډېر خواشینوونکی و، چې لا د مخه د طالبانو د واکمنېدو له امله له پرېشانۍ سره لاس او ګرېوان وو.