استرالیا کې یو سړی له کلاشینکوف ډوله چلم سره نیول شوی

د خپرېدو وخت

استرالیا کې پولیسو ویلي، یو سړی چې ای کی ۴۷ بریدګر ټوپک"کلاشینکوف" یې له ځانه سره لېږدوه، نیولی او د ناوړه موخې شک پرې شوی، خو وروسته څرګنده شوه چې خبره بله وه.

د سیډني ښار شمال کې له بیړنیو اړیکو ټینګولو وروسته پولیس افسران د عملیاتو لپاره لاس پر چاره شول. وړاندې تر هغه چې د څار کامرې د پولیسو له لوري پر یوه ولاړ موټر ودریږي، له هوا یوې چورلکې د لټون عملیاتو کې ونډه واخسته.

د عملیاتو پایله کې پولیس وتوانېدل چې ټوپک ډوله وسیله چې دوی پرې شک درلود ترلاسه کړ، خو وروسته خبره بل ډول رادبره شوه داسې چې دا دومره پراخ عملیات او د ټوپک شک د چلم څښاک/څکولو په یوه وسیله شوی، هغه چیلم چې د چرسو څکولو لپاره کارول کېږي.

پولیس وايي وروسته یې یو ۵۰ کلن سړی د دې پېښې په تړاو ونیو.

د نیو سوت ویلز د پولیسو وینا پاڼه کې راغلي " پولیسو په یوه موټر کې د ای کی ۴۷ ډول بریدګر ټوپک"کلاشینکوف" په بڼه جوړه وسیله ترلاسه کړې، او وروسته د چورلکې په مرسته په یوه شنه سیمه کې مشکوک سړی هم وموندل شو."

پولیسو نیول شوی کس پر ډارولو او د وسلو پر ناقانونه لېږد تورن کړی. هغه لا هم بندي دی او قضیه به یې په اپرېل میاشت کې ارزول کېږي.

ځايي رسنیو ویلي، پولیس به په محکمه کې ادعا وکړي چې نیول شوې وسیله له اوبو ډک یو چلم دی چې د چرسو د څکولو لپاره کارول کېږي. د نوي سویلي ویلز یا این ایس ډبلیو د قانون له مخې د بنګو پلور، پېر او یا هم په عام ځای کې نندارې ته وړاندې کول جرم دی.

کلاشینکوف په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې د پخواني شوروي د پوځيانو لپاره د میخایل کلاشینکوف له لوري د یوې ارزانه او باوري ټوپک په بڼه طرحه شو. د اټکل له مخې په تېرو اوو لسیزو کې تر ۱۰۰ میلیونو ډېر کلاشینکوفونه جوړ شوي.