د طالبانو بیا واکمنېدو په اړه ځانګړې خپرونه

د طالبانو بیا واکمنېدو په اړه ځانګړې خپرونه
د خپرېدو وخت

نن (اګست ۱۴مه) طالبانو په بګرام هوايي اډه کې د بیا واکمنېدو دریمه کلیزه د چینایي او ایراني دیپلوماتانو او خپلو ګڼو پلویانو په حضور کې ولمانځله.

بګرام هوايي ډګر په تېرو شلو کلونو کې د امریکایي ځواکونو لوی مرکز و.

هالته طالبانو امریکایي وسلې په خپل پرېډ کې نندارې ته وړاندې کړې او د خپلې جګړې ژېړې بوشکې او نور توکي یې هم ښکاره کړل. د کورنیو چارو وزیر یې له نړۍ وغوښتل چې د افغانستان بیا رغاونې ته راودانګي.