تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائيلو او حماس جګړه: د اوربند څرک نه ليدل کېږي
حماس د اسرائيلو له داسې خبرداريو يو لړ توغنديز بريدونه کړي، چې ويل یې غزه کې جګړه ښايي ټول ۲۰۲۴ کال هم روانه وي.
تل ابيب او هم له غزې تړانګې سره څېرمه اسرائيليو ښارګوټو کې د هوايي بريدونو خبرداري زنګونه غږول شوي، خو د مرګژوبلې او زيانونو کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د اسرائيلو پوځ وياند، ډنيېل هګاري مخکې ويل، استول شوي ځواکونه د نوي کال اوږدو کې جنګېدو لپاره چمتو کېږي.
بېګا شپه بيا غزې ښار کې د اسرائيلو بمبارۍ کې ۴۸ فلسطینيان وژل شوي دي. د حماس تر ادارې لاندې روغتيا چارواکو ويلي، له هغه راهيسې چې نژدې درې مياشتې مخکې جګړه پيل شوې، نژدې ۲۲ زره خلک وژل شوي دي.
د بي بي سي خبرياله شيما خليل، بيت المقدس کې ده، او غزه کې یې د حالت په اړه دا راپو راستولی، يوه يادونه چې د راپور ځينې برخې يې خواشينوونکې دي.