د چین هانګژو ژوبڼ: "یږې مو اصلي دي، انسانانو ته مو پوستکي‌ نه دي‌ اغوستي"

د خپرېدو وخت

د چین په ختیځ کې د هانګژو ښار ژوبڼ خپلو سیلانیانو ته ډاډ ورکړی چې دغلته ساتل کېدونکي لمریزې یږې اصلي دي.‌

چارواکو دا ګنګوسې رد کړې چې ګواکې په دغه ژوبڼ کې دې انسانانو ته د یږ څېرې ور اغوستل شوې وي.

تر دې مخکې پر خواله رسنیو له هانګژو ژوبڼ د یوه یږ داسې تصویرونه لاس په لاس شوي وو چې پر دوو پښو ولاړ دی او ورسره دا ګنګوسې هم خپرې شوې وې چې ګوندې دا ښايي یږ نه، بلکې د یږ پوستکي کې انسان وي.

خو د دغه ژوبڼ چارواکو دغو اوازو ته په ځواب کې ویلي چې ډېر خلک دا ژوی سم نه پېژني.

دوی زیاته کړې چې لمریز یږان د دوی تر ټولو کوچنی نسل دی چې عمومآ د غټو سپیو په اندازه دي.‌

دغه یږې اصلآ د سویل ختیزې اسیا په باراني ځنګلونو کې اوسي او نسل یې د لمنځه تللو خطر سره مخامخ دی.‌

له هانګژو ژوبڼه پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې دا ډول یو یږ پر یوه لوړ ځای په دواړو پښتو ولاړ دی او ظاهرآ سیلانیانو ته ګوري.

د ولاړې پر مهال د دغه یږ د ملا څرمن هم غونځې ښکاري،‌ داسې لکه خپله څرمن چې یې نه وي.‌

Skip content and continue reading

End of content

خو هانګژو ژوبڼ‌ د انګېلا په نوم د دغه لمریز یږ له اړخه یوه پيغام کې لیکلي: "ځینې خلک فکر کوي چې زه د انسان په څېر درېدلی یم... داسې ښکاري چې تاسې زما په اړه ډېر نه پوهېږئ."

دغه پیغام کې زیاته شوې "چې کله خبره د یږو راشي، نو مغز سملاسي‌ یو ستر او ډېر ځواکمن شی مجسم شي...‌ خو ټول یږان داسې غټ او خطرناک نه وي."

د هانګژو ژوبڼ وايي‌ لمریز یږ چې کله پر دواړو پښو ودرېږي‌ نو لوړوالی یې شاوخوا ۱ اعشاریه ۳ مترو ته رسېږي چې دا د شمالي‌ امریکا د ګریزلي‌ یږانو نږدې نیمايي اندازه ده.‌

په انګستان کې د چستر ژوبڼ یو متخصصه، ډاکتره اشلي مارشل وایي،‌ پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو کې ښکارېدونکی ژوی "مطمینآ‌ اصلي یږ" دی.‌

هغه زیاتوي‌ چې لمریزې یږې ډېر وخت داسې ښکاري چې سړی فکر کوي انسانانو دې یې څېره یا پوستکی په تن کړی وي.

اغلې مارشل په ویډیو کې د ښکارېدونکي‌ یږ پر ملا ظاهرآ د اضافه څرمنې په اړه د بي‌بي‌سي د پوښتنې په ځواب کې وویل، دا عادي‌ او د دغه ژوي‌ د اناتومۍ مهمه برخه ده چې د نورو ژویو لخوا د احتمالي‌ برید پر مهال ورسره خوندیتوب کې مرسته کوي.

هغه داسې چې که د پړانګ یا زمري‌‌ په څېر کوم ستر ښکاري‌ ژوی پر لمریز یږ له شا برید وکړي او ویې نیسي، نو دغه اضافه څرمن ورسره مرسته کوي،‌ چې مخ ور واړوي‌ او د ځان دفاع وکړي.‌