تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عراق حکومت ۳ کسان بغداد کې د خونړي موټربم برید په تړاو په دار ځړولي
د عراق حکومت درې کسان چې په ۲۰۱۶ کال بغداد کې د یوه خونړي موټربم برید په تړاو ګرم پېژندل شوي وو، په دار ځړولي.
په دغه ځانمرګي موټربم برید کې له ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپي شوي وو.
دا په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امریکا له یرغل را وروسته دغه هېواد کې تر ټولو مرګونی بمي برید و.
د اسلامي دولت یا داعش په نوم ډلې منلې وه چې برید دوی کړی.
د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني دفتر اعدام شويو کسانو نومونه نه دي اخیستې او دا یې هم نه دي ویلي چې دوی کله محکوم شوي وو.
دغه دفتر یوازې دومره ویلي چې پر دغو کسانو د اعدام حکم د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو پلی شو.
د عراق یوې حکومتي سرچېنې اېاېفپي خبري اژانس ته ویلي چې په اعدام شویو کسانو کې 'غزوان الزوبعي' هم دی، چې د دغه برید اصلي طراح بلل کېده.
د الزوبعي د نیول کېدو خبر د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې د عراق د وخت لومړي وزیر مصطفی الکاظمي ورکړی و.
اوس د عراق د لومړي وزیر دفتر وايي هغه د دغه برید د قربانیانو کورنیو ته خبر ورکړی چې پر درېو مجرمانو چې په دغه ترهګریز برید کې د ښکېلتیا له کبله ګرم پېژندل شوي وو، د "اعدام سمه سزا" پلې شوه.
د ۲۰۱۶ کال د جولای د دریمې پر شپه له چاودېدونکو توکو یوه ډک موټر ته د بغداد په کراده سیمه کې چې اکثریت اوسېدونکي یې شعیه مسلمانان دي، چاودنه ورکړ شوه.
د دغه برید اکثریت قربانیان داسې کسان وو چې تر روژه ماتي وروسته د شپې له مخې سودا اخیستلو لپاره بازار ته راوتلي وو.
په دغه موټربم کې داسې کیمیاوي توکي کارول شوي وو چې له کبله یې پراخ اور ولګېد او ګڼ کسان همدغه اور ووژل.
تر دغه برید څو دقیقې وروسته د بغداد په الشعب سیمه کې هم د سړک غاړې یوې بمي چاودنې ۵ کسان وژلي وو.
دغه برید د دې لامل شو چې د عراق کورنیو چارو وزیر محمد غبان استعفا وکړي.
داعش یو وخت د عراق له ختیزه د سوریې تر لوېدیزه پر شاوخوا ۸۸ زره کیلومتر مربع خاوره چې اته میلیون کسان پکې اوسېدل، واک چلاوه.
دغه ډله که څه هم په ۲۰۱۷ کال په عراق او دوه کاله وروسته په سوریه کې ماته شوه، خو اټکل دا دی چې اوس هم په دغو دواړو هېوادونو کې زرګونه فعال وسله وال لري.
ملګرو ملتونو د روان کال مارچ کې ویلي وو، دوی اټکل کوي چې اسلامي دولت ډله لا هم په عراق او سوریه کې له پنځو تر اوو زرو ملاتړي لري چې نږدې نیم یې جنګیالي دي.