خیبر پښتونخوا؛ د مشرانو جرګې لپاره ټاکنې ځنډول شوې، اپوزېسیون غړو ته به په ټاکلو څوکیو د لوړې اجازه نه وي

د خپرېدو وخت

د پاکستان ټاکنو کمېسیون په خیبرپښتونخوا کې د مشرانو جرګې ټاکنې ځنډولي دي. په همدې وخت کې د خيبرپښتونخوا اعلي وزیر علي امين ګنډاپور ويلي، په صوبه کې به د اپوزېسیون غړو ته د لوړې اجازه نه وي.

ټاکل شوې وه چې په خيبر پښتونخوا کې د سنا ټاکنې هم د سه شنبې په ورځ ترسره شي، خو د اسمبلۍ پر ځينو څوکيو د ټاکل شويو غړو د لوړې نه کولو له امله دغه موضوع لانجمنه شوه.

تر دې وړاندې د پېښور عالي محکمې د مارچ په ۲۷مه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ مشر ته امر کړی وو چې ټاکلو ځانګړیو څوکيو کې غړو ته لوړه ورکړي، خو د اسمبلۍ مشر د دویم نظر غوښتنه ثبت کړې ده.

هممهاله، د ټاکنو کمیسیون لخوا په خيبرپښتونخوا کې د مشرانو جرګې(سنا) ټاکنې د نویو ټاکل شویو غړو له لوړې سره مشروطې شوې دي.

د سه شبنې په ورځ پېښور کې له رسنیو سره خبرو کې علي امين ګنډاپور وويل، زمونږ څوکۍ اپوزي‎ېسیون ته څنګه ورکړل شوې دي؟ د اساسي قانون له مخې دوی زموږ د څوکیو حق نه لري.

علي امین ګنډاپور په ښکاره وویل "په دې ولایت کې به سیالي کوو، تر وروستي حد به ځو، د ښځو او اقلیتونو پر څوکیو به چې زموږ حق دی، هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړو."

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي، د اپوزېسیون غړو ته به اجازه ورنه کړي چې پر ځینو څوکیو لوړه وکړي. "موږ به اجازه ورنکړو چې ناقانونه خلک لوړه وکړي. د اساسي قانون په شپږمه ماده کې د دا شان سر غړونې سزا مرګ ده، خو ګورو چې په پر له پسې توګه له اساسي قانونه سرغړونه کېږي. موږ به د دې سرغړونو برخه نه یو."

علي امین ګنډاپور وویل نن به یو څو تړونونه پاس کړي. خو تر اوسه په دې اړه کوم کمېسیون نه دی جوړ شوی، په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه ولې څه نه کېږي، په دې ټولو مسلو به پرېکړلیکونه منل کېږي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د ۳۰ څوکیو لپاره نن ټاکنې کېږي او واکمن ایتلاف سیاسي ګوندونه مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند هیله من دي، چې واضح اکثریت ترلاسه کړي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د مشرانو جرګې د ټاکنو لپاره د نوماندانو نوملړ خپور کړی دی، چې پکې د پنجاب او بلوچستان لپاره اوه اوه او د ښځو لپاره دوه سناتوران ټاکل شوي دي، چې پکې پخوانی سرپرست لومړی وزير انوارالحق کاکړ هم شامل دی