تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تندر لوېدو پېښو پنجاب او بلوچستان کې ۲۶ کسان وژلي دي
پاکستان کې چارواکي وايي، د دغه هېواد پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې د تندر لوېدو په وروستیو پېښو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی.
پاکستان کې په یوه ورځ د تندر لوېدو پېښو کې دومره کسانو وژل کېدل بې مخینې دي.
چارواکو ویلي د ټکې یا تندر لوېدو ۲۱ کسان په پنجاب او ۵ نور بلوچستان کې وژلي دي.
تر ټولو ډېر (۹) قربانیان د پنجاب د رحیم یار خان اوسېدونکي بلل شوي دي.
چارواکو ویلي، دغلته د شاوخوا نیم ساعت سخت باران پر مهال بېلابېلو سیمو کې تندرونه لوېدلي دي.
د یادونې ده چې پاکستان کې د هوا پوهنې ادارې د اپرېل له ۱۲ تر ۱۵ پورې د سختو ورښتونو وړاندوینه کړې ده.
د پنجاب پولیس او د ژغورنې ډلې وايي، په وژل شویو کې یو شپږ کلن او بل اته کلن ماشوم هم شامل دي.
د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې هم سېلابونه راوتلي او د ځمکې ښووېیدنې پېښې رامنځ ته شوې دي.
بل پلو د چترال او پېښور ترمنځ لویه لار د سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې ده.
د پاکستاني چارواکو په وینا، په پنجاب، خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې پرله پسې بارانونه شوي دي چې له امله یې په سیندونو کې اوبه راپورته شوي او د سېلابونو او په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښوېیدو خطر شته.
د وروستيو بارانونو له امله له چتراله پېښور ته غځېدلی سړک په بېلا بېلو ځايونو کې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوی دی.
چارواکو سیلانیانو او مساپرو ته خبرداری ورکړی، چې د هوا حالاتو ته په پام سره له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.
د پاکستان د هوا حالاتو ادارې ویلي کشمير، ګلګت بلتستان، خیبرپښتونخوا، پنجاب، سند او بلوچستان په مختلفو برخو کې به ورښتونه له تالندې او برېښنا سره مله وي.
په دير، سوات، چترال، کوهستان، مانسهرې او د کابل سيند سره نژدې سيمو کښې د سېلابونو راوتلو خطر څرګند شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې له مخې، قوي باد، ږلۍ، تندر او سخت بارانونه ولاړو فصلونو او کرنیزو ځمکو ته زیانونه اړولی شي.
دغه راز د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم پرله پسې ورښتونه شوي دي چې په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو لامل شوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.