د پښتونخوا ښوونځیو کې د شاملېدونکو افغان نجونو شمېر د تېر کال پرتله ډېر شوی

    • Author, رحمان الله
    • دنده, بي بي سي پېښور
  • د خپرېدو وخت

په پښتونخوا کې ښوونځیو ته د شاملېدونکو افغان نجونو شمېر د تېر کال پرتله ډېر شوی دی. دلیل یې دا ښوول شوی چې په افغانستان کې طالبانو نجونې له ښوونځیو منع کړي او کورنیو یې د نجونو زدکړو ته پښتونخوا ته مخه کړې ده.

خو په پېښور کې اوس اندېښنه دا پیدا شوې چې دغه نوې کورنۍ قانوني اسناد نه لري او ښايي په همدې دلیل په پښتونخوا کې هم افغان نجونې له زدکړو محرومې شي. 

په ۲۰۲۱  کې کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل،‌ له شپږم ټولګي پورته ټولګیو د نجونو زدکوونکو ښوونځي یې وتړل. پېښور کې د "بي بي هاجره" په نوم د افغان نجونو ښوونځي ته ورغلم.‌

نثارالله حنیف چې د بي بي هاجره لېسې مدیر دی، راته وویل، د تېرو کلونو پرتله سږ کال ډېرې نجونې زدکوونکې ښوونځي کې د شاملېدو لپاره ورغلې دي، خو به دوی کې تر نیمايي ډېرې یې دلته ښوونځیو کې د شاملېدو اړین اسناد نه لري:

"په افغانستان کې د وضعیت له بدلېدو وروسته ګڼ افغانان پاکستان ته راغلل،‌ موږ ته شاوخوا اویا کسانو مراجعه کړي چې ښوونځي کې یې اولادونه شامل کړو، خو موږ یوازې شلو کسانو ته داخله ورکړه او پاتې کسانو اسناد نه لرل،‌ نو چې اسناد نه لري، په اړوندو ټولګیو کې دوی زدکړې نه شي کولی".

هاجره ښوونځي ته لا هم ځینې کورنۍ د خپلو لوڼو د شاملولو لپاره ورځي. د عبدالحمید په نامه یو پلار دې ښوونځي ته د خپلو لوڼو د شاملو لپاره راغلی و، خو ده هم د ګڼو نورو افغانانو په شان د خپلو لوڼو تعلیمي اسناد له افغانستانه نه دي ورسره راوړي.‌

ما ته به نو څوک د ښوونځي سند راکړي

دی وايي: "دې ښوونځي ته راغلی یم چې زما لوڼې له زدکړو پاتې نه شي، خو دلته هم ستونزې شته، دوی له ما نه اسناد غواړي او افغانستان کې ښوونځي تړلي دي، ما ته به نو څوک د ښوونځي سند راکړي، موږ د وېزو ستونزې هم لرو، زه د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غواړم چې د دغو ستونزو په حلولو کې مرسته راسره وکړي".

د "محجوبه هروي" په نامه پېښور کې د افغان نجونو یو بل ښوونځی دی.‌

ددې ښوونځي مدیر سفیرالله هم وايي، د تېرو څو کلونو پرتله په روان تدریسي کال کې زیاتې زدکوونکې په ښوونځي کې شاملې شوې دي.

ده بي بي س‍ي ته وویل: "شاوخوا سل افغان کډوال ماشومان موږ په ځپل ښوونځي کې شامل کړي. همدا نن هم یوه افغانه کورنۍ راغلې وه، چې خپل ماشومان په لومړي ټولګي کې شامل کړي، د ماشومانو عمرونه هم زیات وو، خو بیا هم ما داخله ورکړه. زموږ د ښوونځي دروازې د دوی لپاره پرانیستې دي".

پاکستان کې د افغان ښوونځیو تدریسي کال په سپتمبر میاشت کې پیلېږي.

د نویو زدکوونکو نجونو د سبق د کمي پوره کولو لپاره دلته ښوونځيو یوه تګلاره غوره کړې چې له درس نه پاتې زدکوونکو ته نور اضافي تدریس وشي.

د ښوونځي یوې ښوونکې ثنا ناصري راته وویل:

"ښوونځي ته چې د کال نیمايي ‌کې زدکوونکي راغلي د دوی درسونه هم پاتې دي. موږ اوس هڅه کوو چې د دوی د درس نیمګړتیا باید پوره شي، موږ د لوبو او نورو ساعتونو کې دغو زدکوونکو ته زاړه سبقونه وایو، چې د زړو زدکوونکو لپاره تکراري دي او دواړه (زاړه او نوي) زدکوونکي ګټه ترې اخیستی شي".

خیبر پښتونخوا ته کډه شوي ځینې افغان کورنۍ له اقتصادي ستونزو هم کړېږي او مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت یې د لوڼو د زدکړو د هیلې پوره کېدو په مخ کې خنډ ګرځېدلی دی.