تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له پاکستانه د افغان کډوالو ايستل؛ چارواکي وايي قانوني هغو سره کار نه لري
د خپرېدو وخت
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د کاناډا د کډوالو له وزیر سره په خبرو کې ټینګار کړی چې په پاکستان کې د ده په وینا د قانوني افغان کډوالو پر ضد کوم ګام نه اخلي.
دا خبره په داسې وخت کې شوې چې ځینې افغانان ادعا لري چې له قانوني اسنادو سره سره یې ځایي پولیس ځوروي.
د هغو افغانانو چې اسناد نه لري د ایستلو لپاره ټاکل شوې پاکستانۍ نېټه دا چارشنبه بشپړېږي.
پاکستان ادعا لري چې د ناقانونه کډوالو له امله یې اقتصاد او امنیت ته لوی ګوزار رسېدلی دی.
له پېښوره رحمن الله په دې رپوټ کې همدا ادعا څېړلې ده: