تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې افغان کډوال: ډېر يې افغانستان کې ناروښانه برخليک ته ور روان دي
د خپرېدو وخت
پاکستان کې افغان کډوالو لپاره ټاکل شوې وروستۍ نېټه په رانژدې کېدو ده، چې که د نومبر تر لومړۍ له دغه هېواده ونه وتل، شړل کېږي به. اسلام اباد وايي ۱،۷ ميليون افغان کډوال هلته په ناقانونه ډول اوسېږي.
پوليسو له وړاندې د افغان کډوالو پر استوګنځيو چاپې پيل کړې، او د راپورونو له مخې افغانان نيسي، او د حقونو پلويان وايي ډېرو پېښو کې له افغانو په زوره پيسې اخيستل کېږي.
دلته د دوو افغان کډوالو خبرې اورو چې خپل وطن ته يې د ستنېدو تابيا کړې.