د هرات له زلزله ځپلو سره مرستې

د خپرېدو وخت

د افغانستان هرات کې طالب چارواکو ويلي د سعودي، اماراتو او ترکیې په ګډون د سيمې يو شمېر هېوادونو له لوري زلزله ځپلو لپاره مرستې ورسېدلې. خو خلک د مرستو رسولو چارو کې د همغږۍ او نظم نشتوالي شکايت کوي.

افغانستان کې دننه هم بېلابېلو ولايتونو کې خلکو د زلزله ځپلو لاسنیوي لپاره مرسته ټولې کړې دي. کوټه کې هم مرستې ټولې شوې، چې د غونډونکو خبرې یې اورو.