تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
يو اېن اېچ سي ار پاکستان ته: 'سملاسي د افغان کډوالو نیول ودروئ'
د ملګرو ملتونو کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار، پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پولیسو پر ناوړه چلن او نیونو اندېښنه ښوولې او له کوربه چارواکو یې غوښتي چې سملاسي دې د افغانانو نیولو بهير ودروي.
په اسلام اباد کې د طالبانو استازي هم د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره د نیول شویو افغانانو پر خوشي کولو خبرې کړې دي.
سلګونه زره افغانان لا هم پاکستان کې مېشت دي او لا ګڼ شمېر په ورځني ډول له ډېورنډ کرښې اوړي راوړي.
د سید عبد الله نظامي خپل رپوټ کې له داسې کسانو سره هم خبرې کړي چې وايي څلوېښت کاله کېږي هلته مېشت دي خو له قانوني اسنادو سره هم خوندي نه دي.