د بامیان بند امیر کې ښځو ته ځانګړی پارک جوړېږي

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د بامیان ولایت ځايي اداره وايي، راتلونکی کال به بند امیر کې د ښځو لپاره یو ځانګړی پارک جوړ شي.

ملي پارک بند امیر د افغانستان مرکزي ولایت بامیان کې دی او له مهمو تفریحي سیمو بلل کېږي. هر کال یې لسګونه زره کسان لیدلو ته ورځي.

د طالبانو په واکمنېدا سره دغې سیمې ته د ورتلونکو کسانو شمېر لا ډېر شوی، خو څه موده وړاندې دې سیمې ته وروسته له هغه لا ډېر پام واوښت چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر وویل ښځې دده په وینا د حجاب نه مراعاتولو له کبله له دې وروسته دغې سیمې ته نه شي ورتلی.

د طالبانو دې پرېکړې په کور د ننه او بهر غبرګونونه پارولي وو، خو د بامیانو لپاره د طالبانو ګومارل شوي چارسمبالي والي عبدالله سرحدي تازه څرګندونو کې له دولتي تلوېزیون سره مرکه کې ویلي، غواړي راتلونکی کال د بند امیر یوه برخه کې د ښځو لپاره ځانګړی پارک جوړ کړي.

ده ویلي چې ددغه پارک ټول کارکوونکي او ساتونکي به ښځې وي.