سهیل شاهین: ۲۲ کاله مخکې موږ خبرې غوښتې، خو نړۍ نه اورېدو

د خپرېدو وخت

طالبان ادعا کوي چې امریکا ۲۲ کاله وروسته هغه دریځ ته راغله چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې له پېښو وروسته یې دوی غوښتنه درلوده. دوی خبرې غوښتې خو وایي نړۍ نه اورېدو.

امریکا پر نیویارک او واشنګټن د الوتکو د بریدونو مسوول د القاعدې مشر اسامه بن لادن باله چې هغه وخت په افغانستان کې اوسېده. د طالبانو لخوا د اسامه بن لادن د سپارلو له انکار وروسته د امریکا په مشرۍ یوې نړیوالې ټلوالې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو واکمني یې ختمه کړه. هغه وخت سهیل شاهین په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت مرستیال و.

سید عبدالله نظامي له دوحې سهیل شاهین پوښتلی چې هغه وخت نړیوال ورسره د بن لادن په تړاو په اړیکه کې و که نه؟