تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هرات ښځينه فوټبال ټيم لوبډلمشره: افغان نجونې دې هيلې له لاسه نه ورکوي
د خپرېدو وخت
د هرات ښځينه فوټبال ټيم پخوانۍ لوبډلمشره صبريه نوروزي د بريتانيا په هروګېټ ښځینه فوټبال لوبډله کې لوبېږي.
نوموړې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته بريتانيا ته کډه شوې ده.
دا وایي دې ځای ته رسېدو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ شوې خو زياتوي د خپلې کورنۍ ملاتړ ورسره ډېره مرسته کړې ده.
صبريه، افغان نجونو او ښځو ته په پيغام کې وايي، هیلې دې له لاسه نه ورکوي او په افغانستان کې يې له طالب چارواکو غوښتنه کړې چې نجونو ته د زدکړې اجازه ورکړي.
ګوربت ننګيال ته يې خپله کيسه کړې ده.