تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د کوکنارو کښت: طالبانو پر بنديز لګولی
د طالبانو حکومت وايي، د نشه یې توکو د کرکیلې مخنیوي په تړاو د خپل مشر د فرمان پلي کولو لپاره یې تر دې دمه څه باندې ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده. بزګران وايي بدیلې لارې نه دې ورکړل شوي.
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د تېر کال په اپریل کې په یوه فرمان کې د کوکنارو کښت منعه اعلان کړ. خو په هماغه کال کې د کوکنارو د کروندو حاصلات له دې فرمان مستثنا بلل شوي و.
د طالب چارواکو په خبره سږ کال یو شمېر کسانو په دې ګومان، چې ګواکې حکومت به خپله پرېکړه بدله کړي، بیا کوکنار کرلي خو دوی یې کوکنار ورته له منځه وړي دي.
نجما ځلا رپوټ لري: