تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوحه کې غونډه: طالبانو سره پر اړيکو خبرې کېږي
د خپرېدو وخت
په دوحه کې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې دوه ورځنۍ غونډه پیل کړې، برخه وال دا ګوري چې نړیوال له طالبانو سره څه ډول وچلېږي.
په دې ناسته کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې او تر ډېره د بېلا بېلو هېوادونو هغه کسان پکې دي چې د افغانستان لپاره د خپلو هېوادونو ځانګړي استازي دي.
څو او ونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د مرستیالې سرمنشۍ امنې محمد دې خبرې جنجال پیدا کړ چې ویل یې د دوحې په دې غونډه کې ښایي د طالبانو د رسمیت پېژندلو موضوع یاده شي. خو وروسته د ملګرو ملتونو ویاند هغه خبره رد کړه.