تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان ښوونکي ښوونځي ته ورځني تګ کې خپل ژوند خطر کې اچوي
د خپرېدو وخت
هر سهار، یوه ډله ښوونکي د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې ښوونځي ته د رسېدو په موخه پر سېند باندې د ټوپانو په مټ تېرېږي. هلته پلونه یا کښتۍ نه شته چې سفر یې اسانه کړي، له کلونو راهیسې د بیلي ښوونځي ښوونکي د ترانسپورت له دې ډول کار اخلي. ښوونځي ته تګ راتګ د دوی یوازېنۍ ستونزه نه ده، بلکې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هېواد کې اقتصادي وضعیت هم خراب شوی دی.