تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبانو پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د افغانستان استازیتوب وروسپاري
د خپرېدو وخت
د طالبانو حکومت یوځل بیا پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې په دې ټولنه کې د افغانستان استازيتوب وروسپاري. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالی امیر خان متقي ددغه وزارت پر ټوېټر پاڼه خپره شوې وېډیو کې ویلي، له ملګرو ملتو سره یې اړیکي ښه دي، خو په وینا یې په دې ټولنه کې د افغانستان د استازۍ څوکۍ د داسې کس په لاس کې ده چې د هغه په ټکو د هېچا استازی نه دی.