د ښځو حقونه: د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د فعالينو هڅې

د خپرېدو وخت

د طالبانو لخوا د نجونو د تعلیم پر ضد خنډ ته د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ګډون ځینو د پښتنو د دود نوم ورکړ چې ګواکې پښتانه د ښځو پر وړاندې بندیزونه لري.

خو د دغه نظر مخالفین وایي له کلونو راهیسې پښتنې مخورې ښځې له سیاست تر بل هر ډګره فعالې وې او دا خبره سمه نه ده چې پښتانه د ښځو پر وړاندې تنګ نظره دي.

شازیې حیا له یوې پښتنې مبارزې ثنا اعجاز سره په همدې تړاو خبرې کړې دي: