هغه افغانه کورنۍ چې پنځه غړي یې د سمندر اوبو کې ډوب شوي

د خپرېدو وخت

د هغې کښتۍ په قربانیانو کې یوه افغانه خبریاله هم شته چې تېره اونۍ ایټالیا ته څېرمه سمندر کې ډوبه شوې وه. تورپېکۍ امرخیل نژدې ۱۵ کاله په ملي راډیو تلویزیون او ځینو نورو رسنیو کې د خبریالې په ډول کار کړی و او تېر کال له افغانستانه وتلې وه.

د اغلې امرخیل ورور نور الله له حفیظ الله معروف سره په خبرو کې وویل چې د کورنۍ پنځه غړي یې په دغه پېښه کې وژل شوي چې یو یې لا هم ورک دی.