تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مجاهد: د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو مشخصه نېټه نه شو په ډاګه کولی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له شپږم پورته د ښوونځیو پرانیستو لپاره "مشخصه نېټه" نه شي په ډاګه کولی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې وویل، د ښوونځیو د پرانیستو مسله د طالبانو د مشرتابه له پرېکړې سره تړلې ده.
نن ۵۰۰ ورځې پوره شوې چې سلګونه زره نجونې د طالبانو د مشر په امر له ښوونځیو راګرځول شوې دي.
ښاغلی مجاهدی وايي "د ښوونځیو په اړه ځینې شرعي ملحوظات شته او حل یې زموږ په رهبرۍ پورې تړلی چې علما پرې خبرې او کتنې لري."
ښاغلی مجاهد وايي، روښانه نه ده چې د ښوونځیو د بېرته پرانیستو پرېکړه به کله کېږي.