تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بروکسل کې د افغان مېرمنو په ملاتړ لاریون
د خپرېدو وخت
د یکشنبې په ورځ، بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او تحصیل او د ښځو د کار پر حق د بندیز لیرې کېدو لپاره لسګونه کسانو لاریون وکړ.
په لاریون کې ښځو، متعلمینو، محصلانو او سړو ګډون کړی و.
لاریونوالو له طالبانو د افغان ښځینه متعلمینو او محصلانو پر وړاندې د بندیزونو لیرې کېدو غوښتنه وکړه.
دوی له اروپايي ټولنې او نړیوالو وغوښتل چې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.