تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: د "شِفري او غیر اصولي" نسخو مخه نیسو
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د ډاکټرانو د «شِفري او اصولو په پام کې نه نيولو سره د غيرقانوني» نسخو مخه نیسي.
د عامې روغتیا وزارت په یوه وینا کې ليکلي چې رهبرۍ يې پرېکړه کړې چې له دې وروسته ټولې نسخې باید د نسخې لیکنې معیارونه پوره کړي او هره نسخه باید د ناروغ بشپړه پيژندنه، عمده اعراض او نښې او تاریخجه، توصیه شوي معاینات او نتایج، او تشخیص یا احتمالي تشخیص په واضح ډول ولري.
له دې وړاندې په افغانستان کې داسې شکایتونه وو چې ګنې په کابل او ولایتونو کې ځیني ډاکټران نسخې په شفري بڼه ليکي او ناروغان او ناروغ لرونکي اړ باسي چې د دوی له اړوندو درملتونونو درمل وپېري.