هرات او بامیان کې د نجونو محصلانو 'زدکړه زموږ حق دی' لاریونونه

د خپرېدو وخت

د افغانستان لوېدیځ هرات او مرکزي بامیانو ولایتونو د پوهنتونونو لسګونه نجونو زدکوونکو کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریونونه کړي. دوی د "زدکړه زمو حق دی" شعارونه ورکول.‌

د تېرې جمعې په ورځ د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز ځانمرګي برید لږ تر لږه ۳۵ تنه ووژل شول او ۸۲ نور ټپیان شول،‌ چې ډېری قربانیان یې نجونې وې.

دا برید په کور د ننه او بهر په کلکو ټکو وغندل شو.‌ تر اوسه کومې ډلې ددې برید مسؤلیت نه دی منلی.‌