تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې وروستي سېلابونه، مالي زیانونه یې تر ځاني هغو ډېر دي
د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د سختو ورښتونو او سېلابونو د خبرونو په تعقیب پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، د لوګر خوښۍ ولسوالۍ او نورو سیمو کې ویجاړوونکي سېلابونه راوتلي او ګڼ بېوزله خلک یې به کوره کړي، کرنیزې ځمکې یې ویجاړې او ۱۵ کسان یې وژلي دي.
دغه وزارت د سېلابونو د زیانونو په اړه لومړني رپوټ کې ویلي، سېلابونو د لوګر خوښۍ ولسوالۍ کې ده پایین او ابتک سیمې ډېرې زیانمنې کړې دي.
په وژل شویو کې ۹ تنه ماشومان او دوه ښځې دي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي او څلور تنه لاهم ورک دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي، د تېرې ورځې له مازدیګر راهیسې سېلابونه ډېر شوي، خو د مرګ ژوبلې پر تله یې مالي تلفات ډېر اړولي دي.
نوموړی وايي، د لوګر خوښۍ ولسوالۍ سېلاب ځپلو سیمو یې د چورلکو په مټ د خلکو رایستلو هڅه وکړه، خو دوی بلې خوندي سیمې ته ولېږدول شول.