پاکستان کې د افغان کډوالو حال: لوېديځ هېوادونو ته د تګ لپاره ايسار دي

د خپرېدو وخت

له هغه راهيسې چې طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، يو کال پوره شوی. خو د هغو زرګونو افغانانو لړۍ لا نه ده درېدلې چې لا اوس هم پر پاکستان ورمات دي.

د پاکستان حکومت وايي ۲۵۰ زره افغانان د ځان خونديتابه او ښه راتلونکی په لټه له ډېورېنډ کرښې وراوښتي دي.

ډېر يې په دې هيله دي، چې لوېديځو هېوادونو ته لاړ شي، خو اوس پاکستان کې دننه په خپله جوړو کړو استوګنځيو کې په يوه ناروښانه حالت کې ژوند کوي.