د طالبانو واکمنۍ یو کلني؛ "طالبان ګومارنو کې انډیوالۍ او خپلوۍ پالي"

د خپرېدو وخت

طالبانو یو کال وړاندې افغانستان کې بیا واک ته رسېدو سره سم د سکټوري ادارو په ګډون په ټولو دولتي ادارو کې د خپلو کسانو په ګومارلو پیل وکړ.

په دې کې کم شمېر مسلکي، خو لوی شمېر هغه کسان دي چې د طالبانو په لیکو کې په جګړه بوخت وو.

ځینې وايي چې د طالبانو دې کړنلارې دولتي ادارې له پښو غورځولې دي او یو شمېر مسلکي‌ کسان یې په کور ناستي او یا له افغانستانه وتلو ته اړ کړي دي.

پوښتنه دا ده چې طالب چارواکي دې مسئلې ته کوم حل او ځواب لري که نه؟ په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیا منځ ته راتلو د یو کلنۍ په مناسبت مو دې موضوع ته په دغه رپوټ کې کتنه کړې ده.