کابل کې د کرېکټ پر مهال چاودنې د مرګژوبلې کره شمېر لا نه دی معلوم

د خپرېدو وخت

د کابل کرکټ لوبغالي کې پرونۍ چاودنه کې د مرګژوبلې په اړه ضدونقیض شمېرې ورکړل شوې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرېش يوه ټويټ کې د وژل شوو شمېر لږترلږه ۱۹ کسان ښوولی، او دا پېښه يې په کلکه غندلې ده.

پرون د پېښې په اړه د افغان کرېکټ بورډ او اېمرجنسي روغتون له خوا څرګندونو کې يوازې د ژوبلې یادونه کېده.

د چاودنې پر مهال لوبغالي کې زرګونه نندارچيان وو. لا تر اوسه روښانه نه ده چې دا بريد د چا کار و.