پکتيکا او خوست کې زلزله: لا هم ځينو ځپل شويو سيمو کې خلکو ته مرستې نه دي رسېدلې

د خپرېدو وخت

له هغه راهيسې چې يوې زورورې زلزلې د افغانستان پکتيکا او خوست ولايتونه ولړزول او له زرو ډېر کسان په کې ووژل شول، اوس پنځه ورځې تېرېږي. ځينو کليو ته لا هم مرستې نه دي رسېدلې.

بي بي سي موندلې چې تر ټولو بدې ځپل شوې پکتيکا غرنيو سيمو کې داسې لرې پراته کلي دي، چې ډېره ويجاړې په کې شوې، خو لا هم کومه مرسته نه ده ورسېدلې. د بي بي سي جنوبي اسيا خبریاله يوګېټا ليمايي پکتيکا ته تللې وه، او دا راپو ریې له هغه ځايه راستولی دی.