د کابل بريد؛ هند وايي افغان سکانو ته ويزې ورکوي

د خپرېدو وخت

افغان سکان وايي که يې سر خوندي نه وي له افغانستانه وځي. دا خبره د سکانو استازو بي بي سي پښتو ته له پروني بريد وروسته وکړه.

اوس د هند حکومت وايي په بېړني ډول افغان سکانو ته سل ويزې ورکوي. د هند لومړي وزير نريندر مودي دغه بريد وحشي وباله.

طالبان وايي د ټولو افغانانو د خونديتابه مسووليت لري خو که څوک وتل وغواړي مخه يې نه نيسي.

په کابل کې د سکانو پر عبادت ځي بريد کې دوه کسه ووژل شول او اووه تنه ټپيان شول.