کندهار کې ټکسي چلوونکو ته د طالبانو خبرداری

د خپرېدو وخت

کندهار کې د طالبانو امر بالمعروف مشر ټولو ټکسي چلوونکو ته خبرداری ورکړی چې له محرم پرته ښځې له ځان سره پورته نه کړي. عبدالرحمان طیبي وايي، د خوښیو په مراسمو، موټرو او راډیوګانو کې د موسیقۍ اورېدل منع دي. د امربالمعروف مشر دا هم ویلي چې ښځې دې له حجاب پرته له کوره نه وځي او نایان اجازه نه لري چې د خلکو ږېرې وخري او "انګریزي سټایل" وېښتان جوړ کړي.