د افغان کډوالو کړاو: ترکيې ته په رسېدو پوليسو نيولی او سوريې ته يې وراړولی

د خپرېدو وخت

یو شمېر افغان ځوانان څلورمه میاشت ده سوریه کې بند دي. د افغان ځوانانو یوه اوه کسیزه ډلګۍ چې د کډوالۍ په نیت ترکيې ته رسېدلي وو وايي د دغه هېواد امنیت ساتونکو له خپلې خاورې سوريي ته ورشړلي دي.

دغه افغان ځوانان د تحریر الشام په نامه یوې وسله والې ډلې له لوري نیول شوي وو، وايي کله چې پوه شول دوی له ایران سره کوم تړاو نه لري نو خوشي یې کړل.

د دوی له ډلې یې يو د ننګرهار اوسېدونکی ۲۲ کلن نصرت الله دی چې وايي اوونۍ يې د سوريي حکومت مخالفو وسله والو زندان کې تېري کړې دي. له ادلبه يې له سید عبدالله نظامي سره خبرې او خپله کیسه ورته کړې ده.