تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان وايي له افغانستانه امریکايي وسلې ورقاچاقېږي
د خپرېدو وخت
پاکستاني چارواکي وايي له هغه راهيسې چې طالبان پر کابل واکمن شوي امريکايي وسلې د ډيورنډ له کرښې په لويه کچه قاچاقېږي.
دوى وايي په دې وروستيو کې يې د ميليونونو روپيو په ارزښت امريکايي وسلې له قاچاق وړونکو نيولې دي.
په همدې ترڅ کې د خيبر پښتونخوا د وسلو جوړولو صنعتکاران شکايت لري چې د دغه قاچاق له امله د دوى بازار سوړى شوى دى.